افغانیان ویبپاڼې ته ښه راغلاست، په افغانستان کې ستاسو نژدې ملګرې

افغانیان د ژباړې افغانستان مېشته کمپنۍ ده چې د خپلو مناسبو بیو، لوړ کیفیت او د غوره ژباړو او پراخو کمپیوټري خپرونو له امله له خورا ښه شهرت څخه برخمنه ده.

موږ د رسمي او نارسمي مجربو او ازمايليو ژباړونکو په درلودو خپلو پېرونکو ته په هره برخه کې د افغانستان په دوو ژبو(پښتو، دري) او دا راز په اردو ژبه د ژباړې خدمتونه ترسروو. زموږ وړ او حساس ټايپسټان له کارپوهانو او ژبپوهانو سره په ګډه ستاسې غوره او چټک خدمتونه ترسروي.

د افغانیان بنسټ پر کیفیت ولاړ دى، چې د دغې موخې د ترلاسي او د کره، پیاوړو او سیالو خدمتونو د وړاندي کولو لپاره زموږ ډله د کیټ (کمپیوټري ژباړې)، ډي ټي پي (د کمپوټري خپرونو) او ویب ډیزاین پروګرامونو په ګډون په غوره ټیکنالوژۍ سمباله ده.

د نورو خدمتونو ترڅنګ افغانيان ستاسې دا کارونه او خدمتونه هم ترسروي: لیکنۍ او ګړنۍ(شفاهي) ژباړې، ګڼ ژبیزې کمپیوټري خپرونې او د ویبپاڼې ځاى پرځايينه. د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه وکړﺉ یا همدا اوس وړیا بیې ترلاسه کړﺉ.

ژباړه

افغانیان د غوره او باکيفيته خدمتونو د وړانديينې او د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کمپوټري ژباړې سمباله ده. موږ د سوداګريزو، اقتصادي، مالي او معلوماتي برخو او د ټیکنالوژيکي، حقوقي، بازارموندنې او طبي موضوعاتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې ژباړې کولاى شو.

ګڼ ژبیزې کمپیوټري خپرونې

که د کمپیوټري خپرونو پروژه مو ویپاڼې، کیتلاګونو، کتابګوټو، ګرافونو یا پرمختیايي موادو ته اړتيا لري؛ نو افغانیان په دغو برخو کې پخه تجربه، پرېمانه سرچینې او اړین توکي لري او ستاسو دغه اړتیا پوره کولای شي.

ځای پر ځای کول

ځاى پرځايينه کره والي، ځانګړې کلتوري پوهې، برلاسې او لوړې ادارې ته اړتيا لري. موږ ددغو غوښتنو د پوره کولو لپاره له خپلو پېرونکو سره نږدې کار کاوو.

خپله وړیا بیه ترلاسه کړﺉ.


نېټه: ورځ/میاشت/کال

(د ګرینویچ اصلي وخت)

اصلي متن ته ننوځئ

او یا لغت شمېر داخل کړﺉ

نوم

برېښلیک

لارښوونې


د کاپي کولو حق ۲۰۱۰، افغانین