سمون(تصحیح)په لږه بیه ډېر څه ترلاسه کړﺉ! زموږ د کمپنۍ بنسټ(څرنګوالي/کیفیت) ته په پام د هر ژباړن ژباړلی متن، بل ژباړن له اۤر(اصلي) متن سره پرتله کوي. که بيا هم ډاډه نه شو؛ نو ياد متن زموږ سمونګرې ډلګۍ ته سپارل کېږي او دوى يې په ځير سره کلمه په کلمه لولي او سموي یې، چې په دې توګه د ژباړلي متن لوړ کیفیت باوري کېږي.پر دې بنسټ تاسې د ژباړې لپاره د ورکړل شوي بیې په بدل کې داسې متن ترلاسه کوﺉ، چې ژباړل شوی هم وي، او سم شوی هم. ستاسو د تصحیح د پروژو لپاره افغانیان د سمون د(چارو) یوه څانګواله(مسلکي) ډله لري، چې ستاسې ژباړلي سندونه په وړ بیه ګوري او تصحیح کوي یې. زموږ د تصحیح ډله د اړوندې موضوع په لړ کې د سلاکارۍ لپاره د کارکونکو په ګومارلو کې دا وړتیا لري، چې د ژباړلي متن څرنګوالى(کيفيت) ښه کړي. سمون(تصحیح) د هغو ژبنیو خدمتونو یواځنۍ برخه ده چې افغانیان يې ترسروي. همدا اوس په وړیا توګه بیه ترلاسه کړﺉ او یا د نورو مالوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ټینګه کړﺉ. |
خپله وړیا بیه ترلاسه کړﺉ. |
|
|